د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د هند په پرګټي میدان نندارتون کې یو شمېر افغان سوداګرو له بهرنیو سوداګرو سره یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر دې مهاله د تازه مېوې او وچې مېوې په برخه کې له بهرنیو سوداګرو سره تړونونه لاسلیک شوي دي.

ښاغلی الکوزی وايي:

"تر دې دمه د تازه مېوې په برخه کې او د وچې مېوې په برخه کې درې تړونونه لاسلیک شوي دي."

ښاغلی الکوزی وايي، تمه ده چې د دغه نندارتون په وروستۍ ورځ له بهرنیو سوداګرو سره د غالیو په برخه کې هم تړونونه لاسلیک شي.

د هند په "پرګټي" میدان کې د افغانستان په شمول د یو شمېر هېوادونو د صنعتي تولیداتو او محصولاتو لپاره نندارتون د نوومبر له ۱۴مې پیل او تر ۲۷مې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG