د لاسرسي لېنکونه

د سوریې پر شمالي حلب ښار د پراخو هوایي بریدونو او د توپونو په ډزو کې په لسګونو کسان وژل شوي.

دغه بریدونه لوېدیځو هېوادونو په کلکه غندلي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څارنې ټولنې چې دفتر یې په لندن کې دی وویل، پر شمالي حلب ښار د یاغیانو تر کنټرول لاندې برخې پرون د هوایي حملو، د بېرلي بمونو د غورځولو او د توپونو په ډزو کې د لږ تر لږه پنځو ماشومانو په ګډون ۴۸ کسان ووژل شول.

دغې ټولنې وویل چې په دغو نویو تلفاتو سره له پنځو ورځو راهیسې د بریدونو په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۱۸۰ ته ورسېد.

۹۷ تنه د حلب ښار په شمالي برخه کې وژل شوي دي.

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې پر دغو شدیدو هوايي حملو او د توپونو په ډزو کې د حلب ښار په شمالي سیمو کې روغتونونه او روغتیایي مرکزونه په نښه شوي چې له امله‌یې دغه مرکزونه تړل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس، په حلب کې پر روغتونو دغه پراخې حملې غندلي او د سوریې د ولسمشر له نېږدې متحدې روسیې څخه‌یې غوښتنه کړې چې د شخړو د پای ته رسولو لپاره سمدستي ګامونه واخلي.

هغې په یوه بیان کې وویل، متحده ایالات بیا له خپلو متحدینو سره په ګډه د دغو بمباریو د سمدستي درولو غوښتنه کوي او له روسیې غواړي چې سمدستي حملې بندې او د سوریې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن په خپله ټویټر پاڼه کې هغه بمباري چې ملکي خلک او روغتونونه په نښه کوي، ډېره دردونکې بللې او ډیپلوماسي ته‌یې د بېرته ګرځېدو غوښتنه کړې ده.

د سوریې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازې الیزابېت هوف د یکشنبې په ورځ وویل چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ هغو مرستندویه ټولنو چې د ترکیې او سوریې د پولې په اوږدو کې میشتې دي، د حلب ښار په شمالي برخه کې د روغتونونو او روغتيایي مرکزونو تړل کېدل تائید کړي دي.

د سوریې پوځ په بشپړه توګه د حلب ښار د نیولو لپاره د نوومبر میاشتې په پنځلسمه د دې ښار پر شمالي برخې چې د یاغیانو په لاس کې ده، نوي عملیات پیل کړي دي.

د حلب ښار د ۲۰۱۲ میلادي کال له نیمایي راپه دې‌خوا په دوو برخو وېشل شوی.

پر لوېدیځې برخې یې د اسد رژیم ملاتړي او په ختیځه برخه‌یې یاغیان کنټرول لري.

د روان میلادي کال د جولای له میاشتې راهیسې د حلب په شمالي برخه کې شاوخوا دونیم سوه زره کسان د سوریې د رژیم تر فشار لاندې دي.

XS
SM
MD
LG