د لاسرسي لېنکونه

د ایران د تېلو وزیر بېژن زنګینه وايي، ډېر احتمال شته چې د تېلو تولیدوونکي هېوادونه به د روانې میاشتې په وروستیو کې د تېلو د بیې د لوړېدو په خاطر د تېلو د تولید پر کمېدو موافقې ته ورسېږي.

د تولید پر کمولو د موافقې لپاره د تېلو د صادروونکو هېوادونو ټولنې یا اوپېک غونډه د روان نوومبر په دېرشمه نېټه په ویانا کې جوړېږي.

زنګینه د اوپېک د ۱۴ غړو هېوادونو له مشر سانوسي بارکېندو سره پرون له کتنې وروسته وویل:

"ډېر احتمال شته چې د اوپېک د تېلو او انرژۍ وزیران د نوومبر په غونډه کې یوې موافقې ته ورسېږي."

زنګینه وویل، په دې برخه کې موافقه کېدای شي چې د تېلو د هر بېرل بیه له ۵۵ تر ۶۰ ډالرو ته لوړه کړي.

د جمعې تر ورځې پورې په نړیوالو بازارونو کې د هر بېرل اومه تېلو بیه ۴۶ ډالره او ۷۶ سېنټه وه.

XS
SM
MD
LG