د لاسرسي لېنکونه

د داعش یا اسلامي دولت په نوم د وسله‌والې سخت‎دریځې ډلې لوی قوماندان د افغانستان په ختیځ کې د امریکا د بې‌پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د ننګرهار د والي ویاند وویل، په افغانستان کې د اسلامي دولت مشر ملا بزرګ د تېرې جمعې په ورځ ناوخته په دغه ولایت کې له ۷ نورو داعشیانو سره ووژل شو.

عطاالله خوګیاڼي وویل چې د داعش پر مشر د کوټ ولسوالي په لغړجوی سیمه کې برید وشو چې په ترڅ کې یې د دې ډلې وسلې، مهمات او چاودېدونکي مواد ویجاړ شول.

د افغانستان دفاع وزارت هم د ملا بزرګ وژل کېدل تائید کړه.

XS
SM
MD
LG