د لاسرسي لېنکونه

د بامیان ولایت د ښځو چارو رئیسه وايي، په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیو ته رسیدګي چټکه شوې ده.

مېرمن کریمه سالک پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۸۱ قضیې ثبت شوي دي.

نوموړې وايي:

"ډېرې دا قضیې د ښځو د وهلو دي چې شمېر یې ۳۸ کېږي. د نفقې د نه‌ورکولو قضیې ۱۰ دي. د واده په نیت له کوره د تېښتې هم ۱۲ قضیې ثبت شوي، ۳ قضیې د جبري ودونو دي او یوه قضیه هم ځان ته د اور اچولو وه."

مېرمن سالک وویل، کومې قضیې چې جرمي بڼه نه‎لري کورنیو ته د مشورې ورکولو له لارې هوارېږي او هغه چې یو جرم په‎کې شوی وي څارنوالۍ ته ورپېژندل کېږي.

XS
SM
MD
LG