د لاسرسي لېنکونه

په یوه افغان مدني فعال میرویس عمرخېل باندې پرون ماښام په کابل ښار کې حمله شوې او ټپي شوی دی.

د میرویس عمرخېل لنډې خبرې له روغتونه په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي او ویلي یې دي چې بیا به هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

دی وايي:

"مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دی. د بنده په لاس کې نه‎دی. زموږ مبارزه دوام لري او د خپل هېواد او خلکو لپاره به کار کوو."

د میرویس عمرخېل ځینو نېږدې ملګرو په ټولنیزو رسنیو له هغې ډلې فېسبوک کې ویلي چې په هغه باندې د بې‌غږه توپانچې ډزې شوي دي.

اخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ په خپله رسمي فېسبوک پاڼه ویلي چې د عمرخېل د قضیې په اړه به ژر څېړنه کېږي او د پېښې له عاملانو سره به قانوني چلند وشي.

میرویس عمرخېل له څو کلونو راهیسې په بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو بوخت دی او څو واره د افغان ځواکونو په ملاتړ او نورو ټولنیزو مسائلو لاریونونه او غونډې هم جوړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG