د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د ناټو سازمان د سرمنشي مرستیال پاټریک ټرنر ویلي د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې بې‌سارې دي.

د افغانستان جمهوري ریاست پرون ماښام په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي ټرنر دا خبرې پرون له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې وکړې.

د بیان له مخې په دې غونډه کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم حضور درلود او دواړو لورو په بېلابېلو مسائلو له هغې ډلې امنیتي وضعیت، له ترورېزم سره په مبارزې او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وکړې.

د ناټو د سرمنشي مرستیال ښاغلي پاټریک ډاډ ورکړی چې د ناټو سازمان به د تېر په څېر له افغان حکومت او افغانانو سره ولاړ وي.

XS
SM
MD
LG