د لاسرسي لېنکونه

پاکستان کې افغان سفیر وايي، په دغه هېواد کې یې د خاصو شرایطو لرونکو افغانانو د پاتې کېدو وړاندیز پاکستاني چارواکو ته کړی دی.

افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، تمه ده پاکستاني چارواکي هغه وړاندیزونه ومني چې له مخې یې په دغه هېواد کې د ځینو افغانانو اوږدمهالې اوسېدو ته زمینه برابرېږي.

ښاغلي زاخېلوال پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، دا هغه افغانان دي چې له پاکستاني مېرمنو سره‌یې ودونه کړي او یا یې د زده‎کړو او پانګونو په څېر مهم کارونه پاتې دي.

پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال

پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال

دی وايي:

"هغه افغانان چې دلته جایدادونه لري، هغه افغانان چې دلته کاروبار لري، هغه افغانان چې اولادونه‌یې دلته پوهنتونونه وايي، په دې اړه یوې نتیجې ته رسېدلي یو. همداراز په دې توافق شوی دی هغه پاکستانۍ ښځې چې له افغانانو سره‌یې ودونه کړي د هغوی مېړونو ته پنځه کلنې ویزې ورکړل شي. دا ټول مسائل زموږ په پيشنهادي بسته کې شامل دي چې د پاکستان له کابینې سره دي او هیله ده تر یوې یا دوو اوونیو په دې اړه پرېکړه وشي."

پاکستان کې افغان سفیر په داسې حال کې له پاکستاني چارواکو ځینو افغانانو ته د ویزې د صادرولو تمه کوي چې یو شمېر افغانان په زور خپل هېواد ته لېږل شوي او په پاکستان کې یې جایدادونه، کورنۍ، مېرمنې او بچیان پاتې دي.

تېره اوونۍ یو شمېر پاکستاني مېرمنو چې له افغانانو سره‌یې ودونه کړي په پېښور کې اعتراض وکړ چې حکومت‌یې خاوندان په زوره ایستلي دي.

د پېښور یوې اوسېدونکې شمیم ازادي راډیو ته وویل، حکومت‌یې افغان خاوند په زور ایستلی او دا اوس له خپلو بچیانو سره یوازې پاتې ده.

دی وايي:

"د خاوند نوم مې بهادر دی. هغه‌یې د تورخم له لارې ډېپورټ کړی دی. موږ ته ماشومان پاتې دي. موږ ته ډېر زیات تکلیف دی او سختې ستونزې لرو. مهرباني دې وکړي که هغه نوازشریف دی، پرویز خټک دی یا راحیل شریف دی له موږ سره دې په دې برخه کې مرسته وکړي."

د پېښور یوه بله اوسېدونکې نسیمه چې افغان خاوند یې پاکستاني پولیسو ډیپورټ کړی په پاکستاني چارواکو سخت انتقاد کوي او وايي چې د دوی د ستونزو د هواري لپاره‌یې هېڅ کار نه‌دی کړی.

اغلې نسیمه وايي:

"شربت‎ګله د خپل ملک مشر په ښه احترام بوتله خو زموږ د ملک مشران دا د پښتنو لپاره هېڅ کار نه‎کوي."

د نسیمې شپږ لوڼې او زامن دي او شپږ میاشتې کېږي چې خاوند یې په زور له پاکستانه ایستل شوی دی.

پاکستان کې افغان کډوال

پاکستان کې افغان کډوال

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري "یو. ان. اېچ. سي. ار" د شمېرو له مخې یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا درې نیم لکه افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په دې ډله کې ډېر شمېر کسان په زور هم ایستل شوي دي.

څه وخت مخکې د خېبر پښتونخواه اعلی وزیر پرویز خټک بیا د جبري ایستلو مسئله رد کړې وه او ویلي يې و چې ټول ناراجستر شوي افغانان به ثبتېږي او له ثبت وروسته به خپل هېواد ته واستول شي.

پاکستان کې د افغانانو څو لسیزې کډوالۍ تر ډېره ګډ ټولنیز او فرهنګي دودونه او ارزښتونه دومره سره نېږدې کړي چې د جبري ایستلو په څېر هر ډول مسائل او بې‌پامی به لسګونه نورې ستونزې وزېږوي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG