د لاسرسي لېنکونه

د غور دولتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې نا امنۍ د تېرو کلونو په نسبت زیاتې شوې دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي ازادي راډیو ته وايي، غیر مسؤله وسله‌وال کسان د ډېرو نا امنیو مسؤلین دي او په ډېرو پېښو کې هغه راجستر شوې وسلې کارېږي چې دولت ورکړي دي.

دی زیاتوي:

"په فیروزکوه ښار کې دننه سږ کال د دوو هدفي وژنو شاهدان و. ډېرې قضیې د غیر مسؤله وسله‌والو کسانو له‌خوا په ښار کې دننه کېږي."

د غور چارواکي په داسې حال کې د غیر مسؤله وسله‌والو کسانو له موجودیته خبرې کوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لړم په څوارلسمه غور ته ولاړ او چارواکو ته‌یې امر وکړ چې د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

ښاغلي غني همداراز وویل چې په دې ولایت کې د وروستۍ ډله‌ییزې وژنې عاملین به نه‌‎پرېږدي او د عامو خلکو د وینې غچ به ترې اخلي.

په غور کې شپږویشت ورځې مخکې ۳۳ تنه عام خلک لومړی د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا وتښتول شول او بیا په ډزو ووژل شول چې د ډېرو خلکو سخته غوصه‌یې وپاروله.

XS
SM
MD
LG