د لاسرسي لېنکونه

په کوټه کې د ترهګرۍ تر وروستيو بريدونو وروسته د ملېشه ځواکونو چارواکو د ښار په بېلابېلو برخو کې امنيت تر پخوا سخت کړى او هر ځاى يې ملېشه سرتېري په ګزمه کولو ګمارلي دي.

د شنبې په ماښام د ښار په منځ کې پر فاطمه جناح سړک څو ملېشه سرتېري د يوه ټرافيک پوليس څنګ ته ولاړ وو چې پر موټر سايکل سپرو ناڅرګندو وسله‎والو ورباندې ناببره ډزې پيل کړې او د پېښې له ځايه وتښتېدل.

د کوټې د پوليسو يوه مشر عبدالرزاق چيمه تر پېښې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې په دې پېښه کې دوه ملېشه سرتېري ځاى پر ځاى ووژل شول او يو ملېشه سرتېرى، دوه ترافيک پوليس او يو بل لاروى په‎کې ټپيان شول چې سمدستي د کوټې ملکي روغتون ته يووړل شول.

پوليس مشر رزاق چيمه وايي، روغتون کې دوو نورو ټپي سرتېرو هم ساه ورکړه چې له دې سره د مړو شمېر څلورو تنو ته ورسېد.

چيمه وايي، روغتون کې دوو نورو ټپي سرتېرو هم ساه ورکړه

چيمه وايي، روغتون کې دوو نورو ټپي سرتېرو هم ساه ورکړه

ښاغلی چیمه وايي:

"د ملېشه ځواکونو سرتېري مو په دنده بوخت وو، د دوى څنګ ته ترافيک پوليس هم ولاړ وو، پر دوى ډزې شوې دي چې په نتيجه کې يې درې ملېشه سرتېري او يو ترافيک پوليس وژل شوي دي، يو بل ترافيک پوليس او يو لاروى ټپيان دي، تر درملنې لاندې دي او له خطره وتلي دي."

د ملېشه ځواکونو وياند خان واسع رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې په وژل شویو ملېشه سرتېرو کې دوه‌يې د پنجاب د دېره غازي خان او يو د پښتونخوا ايالت د کرک سيمې اوسېدونکى وو.

د دې بريد مسؤليت د لښکرِ جنګوي‌العالمي ډلې پر غاړه اخېستى دى.

د علي بن سفيان په نامه يوه تن چې ځان د دې سازمان وياند بولي، يوه ځايي خبري اژانس ته ټیليفون کړى او ادعا يې کړې چې پر ملېشه سرتېرو بريد دوى کړى دى.

دا بريد په داسې وخت کې کېږي چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان مرکزي ادارې "نېکټا" د نوومبر پر ۱۱مه دوه وسله‎والې ډلې جماعت‌الاحرار او لښکرِ جنګوي‌العالمي ډله د هغو ۶۱ ډلو په لېست کې شاملې کړې چې له ٢٠٠١ میلادي کاله راهيسې وخت په وخت ناقانونه اعلان شوي دي.

دغه دوه ډلې د تېرې جمعې په ورځ په رسمي توګه ناقانونه اعلان شوې.

د يادونې وړ ده چې په کوټه او د بلوچستان په نورو سيمو کې تر دې مخکې هم پر پوليسو او ملېشه سرتېرو په وار وار وسله‎وال بريدونه شوي دي چې مسؤليت‌يې بېلابېلو وسله‎والو سازمانونو منلى دى.

د تېرې اکټوبر مياشتې پر څلورويشتمه نېټه هم په کوټه کې د پوليسو پر روزنيز مرکز حمله شوې وه چې په‎کې ۶۲ تنه پوليس سربازان ووژل شول او مسؤليت‌يې داعش وسله‎والې ډلې پر غاړه واخیست.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG