د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

فلین: ترکیې ته د ګولن په سپارلو سره باید اړیکې ښیې کړو


مایکل فلین چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار په توګه غوره کړی، وړاندیز کړی دی چې واشتګټن باید ترکیې ته د فتح الله ګولن په سپارلو له دې هېواد سره اړیکې ښې کړي.

متقاعد جنرال مایکل فلین چې د امریکا د دفاعي استخباراتي ادارې پخوانی مشر دی ،د «هېل» ورځپاڼې ته یې په خپله یوه لیکنه کې فتح الله ګولن یو مشکوک اسلامي ملا بللی دی چې دا مهال په پینسلوانیا کې اوسېږي.

د فلین په وینا نوموړي خپل بنسټپاله اسلامي اجنډا پټوي.

د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اداره کې د ملي امنیت د سلاکار په توګه د مایکل فلین د ټاکنې اعلان د جمعې په ورځ وشو.

فلین په خپله لیکنه ویلي چې د ګولن پراخه نړیواله شبکه ټولې هغه نښې لري چې دا یوه خطرناکه پټه تروریستي شبکه وګڼل شي.

مایکل فلین د انتخاباتو په ورځ لیکلي وو، د ترکیې له لیدلوري واشنګټن د ترکیې اسامه بن لادن ته پناه ورکړې چې موږ باید دا کار ونه کړو.

مایکل فلین دې ته هم اشاره کړې چې د ګولن پلویان د کلېنټن له بنسټ سره مالي مرسته کوي.

دا هغه خیریه اداره ده چې د هېلري کلېنیټن کورنۍ یې مشري کوي څوک چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ډیموکراته سیاله وه.

فلین چې د امریکا په نوې اداره کې به د ملي امنیت سلاکار وي په خپله لیکنه کې وايي:

مایکل فلین
مایکل فلین

"اوس ددې وخت رارسېدلی چې د ترکیې اهمیت ته تازه کتنه وکړو."

نوموړي زیاته کړه: "موږ باید خپله بهرنۍ پالیسي داسې تنظیم کړو چې ترکیې ته لومړیتوب ورکړو او نړۍ باید د ترکیې له لیدلوري وګورو."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ بریا ستایلې ده او دا یې د انقرې او واشنګټن په اړیکو کې نوی پړاو بللی.

نوموړي همدارنګه له واشنګټن څخه د نومبر د اتمې نېټې تر انتخاباتو وروسته یو وار بیا غوښتنه کړې چې ګولین دې وروسپارل شي.

​د اوباما ادارې د ترکیې دا غوښتنه د امریکا عدلي وزارت ته اړوند بللې او ویلي دي د عدلیې وزارت باید دا وڅېړي چې ایا د ګولین د ورسپارلو په اړه د ترکیې غوښتنه له قانوني پلوه پرځای ده کنه؟ چې دا یو اوږده بیروکراتیکه پروسه بلل کېږي.

ګولن په امریکا کې پر کوم جرم تورن نه دی، نوموړي همدارنګه ترهګري او په ترکیه ناکامه کودتا دواړه غندلي.

د فتح الله ګولین یو وکیل جاسون وینسټین د ګولین په اړه د فلین څرګندونې د اندېښنې وړ بللي دي خو ډاډ یې څرګند کړی چې د امریکا متحده ایالات به له دې موضوع سره عادلانه چلند وکړي.

نوموړي ویلي،موږ هیله او تمه لرو چې قوانین به عملي شي او سیاست به د عدلیې په وزارت کې د چارواکو پر قضاوت کې مداخله نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، که قوانین عملي شي، نو موږ باور لرو چې ګولین به ترکیې ته نه سپارل کېږي، ځکه هلته به نوموړی له شکنجې، بې انصافۍ او اعدام سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG