د لاسرسي لېنکونه

هغه الوتکه چې د اسیا پاسیفیک اقتصادي همکاریو سرمشریزې ته یې د روسیې د ولسمشر د پلاوي یو شمېر کسان پیرو ته وړل، د پرتګال په پلازمېنه کې خرابه شوې ده.

روسیه اوس یوه بله احتیاطي الوتکه له اضافي پرزو سره لیزبون ته لېږي.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې ویاندي ایتار تاس خبري اژانس ته ویلي چې تمه ده د دغه پلاوي غړي له څو تنو خبریالانو سره په احتیاطي الوتکه کې لیما ته ولاړ شي او تخنیکي ډله به خرابه شوې الوتکه جوړه او بېرته به مسکو ته پرواز وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پخپله په دغې الوتکې کې نه وو او تمه ده په یوه بله الوتکه کې له سوچي ښار څخه لیما ته سفر وکړي.

ټاکل شوې ولسمشر پوتین د دې سر مشریزې په څنډو کې د چین، جاپان، ویتنام، فیلیپین او پیرو له مشرانو سره وګوري.

XS
SM
MD
LG