د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

قبایلي مشران: پاکستان حق نه لري چې له خلکو د وېزې غوښتنه وکړي


د قبایلي سیمو يو شمېر مشران وايي، پاکستان دا حق نه لري چې د ډیورند کرښې دواړو خواووته د مېشتو خلکو د تګ راتګ پرمهال د وېزې غوښتنه وکړي.

یاد مشران وايي، د ډېورند کرښې دواړو خواوو ته پراته قومونه د پخوا په شان اوس هم کولای شي په ازادانه توګه تګ راتګ وکړي او پاکستان دا حق نه لري چې له دوی څخه د وېزې غوښتنه وکړي.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو د سوړوالي وروسته پاکستان خپلې خاورې ته د افغانانو ورتګ په وېزې مشروط کړ او اوس يې ویلي چې د قبایلي سیمو مېشت کسان هم باید افغانستان ته د تګ پرمهال وېزه ولري.

د پکتیکا ولایت د انګور اډې د سرحدي سیمې یوتن قومي مشر حاجي قدرت الله ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، هیڅکله به پاکستان ونشی کړای چې د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته قومونه سره جلا کړي او يا هم له دوی څخه د تګ راتګ پرمهال اسناد وغواړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی يو او بل خواته تګ راتګ لکه پخوا یې چې کاوه همداسې به وي او موږ د پاکستان د دغه اقدام کلک مخالف یو، په هیڅ صورت سره اجازه نه ورکوو چې دا عملي کړي، دوی هیڅ کله نشي کولای چې اسناد وغواړي، له دواړو دولتونو په ځانګړې توګه له پاکستانه دا هیله لرو چې له دغه کار لاس واخلي او دوه قومونه سره جلا نه کړي."

حاجي قدرت الله وايي،که چېرې پاکستان له خپل دغه اقدامه لاس په سر نشي نو د دواړو خواوو د پرتو قومونو له جدي غبرګون سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۹۴۷میلادي کال راهیسې چې پاکستان رامنځ ته شوی، د کرښې دواړو خواوو ته پراته قومونه د يوه کارت په وسیله دواړو خواوو ته ازادانه تګ راتګ کوي.

د پاکستان انګریزې ژبې ورځپاڼې ډان د معلوماتو له مخي دا لومړی ځل دی چې پاکستان د قبایلي سیمو پر اوسېدونکو د وېزو د اجباري کېدو خبره کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی په دی برخه کې هیڅ ډول مقررات نه دي وضع کړي او دا چې پاکستان څه تغییرات رامنځ ته کوي، د هغه هېواد کار دی.

لېوال: "دغه خلک د يو بل کورنیو لیدو ته ځي راځي.
لېوال: "دغه خلک د يو بل کورنیو لیدو ته ځي راځي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه خلک د يو بل کورنیو لیدو ته ځي راځي او د افغانستان حکومت د دوی د تګ راتګ مخه نه نیسي، د افغانستان تعامل هم هغه پخوانی دی، دا چې دوی هلته څه تغیرات راوړی دا د افغانستان حکومت او خلکو پورې اړه نه لري."

بل پلو د کابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند وايي، پاکستان غواړي د دغسې حرکتونو له لارې د ډيورند کرښې رسمي کولو ته لار هواره کړي.

ځلاند: پاکستان دې کار سره غواړي ډېورنډ کرښه رسمي کړي.
ځلاند: پاکستان دې کار سره غواړي ډېورنډ کرښه رسمي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستان ددغه ډول حرکتونو له لارې غواړي، د ډیورنډ کرښې د پېژندګلوي او رسمي پېژندلو لپاره لاره هواره کړي چې دا يو بل غیر نا قانونه عمل دی چې، د ټولو نړيوالو په خلاف باندې، غواړي په افغان حکومت او ولس باندې فشار وارد کړي، ترڅو په دغه نا امنه او ترینګلي حالت کې د افغانستان نا امنۍ ته نور هم کار وکړي."

ښاغلی ځلاند وايي، افغان حکومت ته په کار ده چې د دغه عمل مخه ونیسي او پرې نږدي چې دغه ډول فشار ته زمینه برابره شي او د دواړو خواوو پرتو قومونو خپلواکي سلب شي.

دی وايي، د قبایلو چارو وزارت ته په کارده چې قبایلو ته د کارتونو د وېش لړۍ چټکه کړي او د ډيورنډ د دواړو خواوو پرتو قومونو د ستونزو په هواري کې خپل رول ولوبوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG