د لاسرسي لېنکونه

د مشرانو جرګې غړي او یو شمېر سیاسي څېرې وایي، د حکومتي مشرانو اختلافات به د نظام د ړنګېدو لامل شي.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال له حکومتي مسؤلینو غواړي، پرې نږدي چې سیاسي بې اتفاقۍ لا ډېري شي.

مشرانو جرګه وایي چې د ملي وحدت حکومت د سیاسیتوالو د ګډون پر اساس رامنځ ته شوی او نباید چې یو قوم له قدرته محروم، خو بل ته زیاته ونډه ورکړل شي.

د دغې جرګې دویم مرستیال حسیب الله کلیمزي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې که سیاسي اوضاع همداسي وي، نو د ملي وحدت حکومت به خپل عمر پوره نه کړي.

کلیمزی: د حکومتي مشرانو اختلافات د ملت او نظام په ګټه نه دي.

کلیمزی: د حکومتي مشرانو اختلافات د ملت او نظام په ګټه نه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات په څوکیو، پوسټونو او نورو مسایلو، هیڅ وخت د ملت او نظام په خیر نه دي، دا د نظام د پایښت لپاره یو لوی ګواښ دی."

په ملي وحدت حکومت کې د خپل منځیو اختلافاتو په اړه اندېښنې وروسته له هغې رامنځ ته شوې چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ولسمشر پر کړنو انتقاد وکړ.

له هغې وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم حکومتي مشران په قوم پالنې تورن کړل.

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود هم ویلي و چې په اوسني نظام کې قدرت انحصاري شوی دی.

دا هغه انتقادونه دي چې جمهوري ریاست تل رد کړي او ویلي یې دي چې د ټولنې ټول قشرونه په واک کې شریک دي.

خو د انتقادانو لړۍ دلته نه ختمېږي، په وروستیو کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم په قدرت کې د قومونو پر نا عادلانه ګډون انتقاد وکړ او ویلي یې دي چې سیاسي اختلافات به افغانستان د ناورین خوا ته بوځي، هغه انتقاد چې د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي یې د ښاغلي دانش نظر بولي او په دې اړه له تبصرې ډډه کوي.

خو د سیاسي اختلافاتو د حل لاره څه ده؟

د احمد شاه مسعود د بنسټ رئیس او سیاسي څېره احمد ولي مسعود په دې باور دی چې د حل لاره د قدرت د جوړښت بدلون او په رهبرۍ کې د تعادل رامنځ ته کول دي، که نه نو د نوموړي په خبره اختلافات به په همدې ډول دوام وکړي.

احمدولي مسعود

احمدولي مسعود

نومومړي زیاته کړه:

"زما پيشنهاد دا دی چې باید تعادل رامنځ ته شي، خو تعادل په سلیقوي توګه د قومونو د مشرانو پر راوستلو نه جوړېږي، تعادل په عدالت، د قدرت په جوړښت کې په توازن، ملي لیدلوري او داسي نور هغه څه دي چې کولای شي د دولت په چوکاټ کې تعادل رامنځ ته کړي."

ښاغلی مسعود ټینګار کوي چې د ملي وحدت حکومت د جوړښت سیاسي موافقتنامه باید عملي شي.

د ده په باور د اساسي قانون د بدلون د لویې جرګې جوړول هم یوه اړتیا ده.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG