د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

مشواڼی: ننګرهار، کونړ او زابل کې د داعش ډلې فعالیت پراخ شوی


د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړیو په ځینو ولایتونو کې د داعش د فعالیت پر پراخېدو اندېښنه ښکاره کړه او له حکومت یې د دې ډلې پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي چې داعش ډلې له ننګرهار ولایت سربېره اوس خپل فعالیتونه کونړ، زابل او ځینو نورو ولایتونو ته هم پراخ کړي دي.

مشواڼی: داعش پر ننګرهار سربېره کونړ او زابل کې فعالیت پراخ کړی.
مشواڼی: داعش پر ننګرهار سربېره کونړ او زابل کې فعالیت پراخ کړی.

د ولسي جرګې غړي سخي مشواڼي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د کونړ په ولایت کې د داعش ډلې جلب اوجذب په چټکۍ سره روان دی او حتی نورو ولایتونوته خپل جنګیالي ور استوي.

نوموړي زیاته کړه:

"مرکزي حکومت پام نه کوي، د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د داعش دعوت روان دی او ځوانان داعش ډله ننګرهار او نورو ولایتونو ته د جګړې لپاره استوي."

د ولسي جرګې بل غړی عارف رحماني هم وايي چې داعش د زابل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې فعال حضور لري او له ښو امکاناتو برخمن دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د زابل ډېری ولسوالۍ د داعش تر کنټرول لاندې دي، دوی په ډېر پياوړو تجهیزاتو او امکاناتو سره فعالیت لري او داعش ډله هلته ښه سازماندهي اومدیریت لري."

له دې وړاندې د زابل والي بسم الله افغانمل ازادي راډيو ته ویلي و چې داعش د زابل څو ولسوالیو کې مجهز مرکزونه جوړ کړي دي.

بل خوا د زابل د ولايتي شورا رئیس عطا جان حق بیان وايي، که د داعش پر ضد جدي اقدامات ونشي، ښايي داعشيان دغه ولايت له جدي خطر سره مخامخ کړي.

خو وسله وال طالبان په زابل ولایت کې د داعش ډلې شتون ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په افغانستان کې د داعش پر فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې وه.

ښاغلي کابلوف ټینګار کړی و چې روسیه په افغانستان کې د داعش ډلې د مهارولو په هدف د له طالبانو سره په تماس کې ده.

بل خوا د ولسي جرګې دویم مرستیال ظاهر قدیر چې د شنبې په ورځ یې د جرګې مشري کوله له حکومته وغوښتل چې د هېواد روان امنیتي وضعیت ته دې بشپړه پاملرنه وکړي.

قدیر: حکومت دي د هېوا امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي.
قدیر: حکومت دي د هېوا امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کونړ،زابل، سرپل او نورو ولایتونو امنیتي وضعیت په اړه له حکومت او امنیتي ارګانونو غوښتنه کوو چې په دې برخه کې کوټلي اقدامات وکړي د کورني امنیت کمېسیون ته دنده سپارل کېږي چې امنیتي ارګانونه دې راوغواړي او دا موضوع دې په جدي توګه ورسره وڅېړي."

په ورته وخت کې دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې داعش ته ځای نشته او سر پورته کولو ته به یې پرې نږدي.

د دی وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې د داعش ډلې د سوق او ادارې ټولې سیمې تر څارنې لاندې دي.

رادمنش: افغانستان کې داعش ته ځای نشته.
رادمنش: افغانستان کې داعش ته ځای نشته.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د دې ډلې ټولې د سوق او ادارې ټولې سیمې تر څارنې لاندې نیولې، دوی نشي توانېدلای چې داسې ځای جوړ کړي او که چېرې داسې څه وي هغه یوازې خبرې دي، کوم ځای کې چې دوی فعالیت کوي د قهر سیلاب په نامه عملیات روان دي."

له دې وړاندې داعش ډله تر ډېره په ننګرهار، غور، غزني، زابل، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو کې فعاله وه او د ملي شورا ځینو غړو څرګنده کړې وه چې د افغانستان شمال ته یې هم رېښې غځولي دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د داعش په ګډون د ټولو تروریستي ډلو پر وړاندې دامهال عملیات روان دي او د داعش جنګیالي د دې وزارت په خبره په ځینو سیمو کې لکه ننګرهار سخت ځپل شوي هم دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG