د لاسرسي لېنکونه

د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ یوه اوسېدونکې نادیه وايي، زورواکانو یې ۲۵۰ جریبه ځمکه غصب کړې ده.

نادې د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ستاره اعتمادي په نوم کس یې یاده ځمکه د تېرو شپږو کلونو را په دېخوا غصب کړې ده.

نوموړې وویل چې د خپلې ځکمې د خلاصولو لپاره یې ډېرې هڅې کړي، خو تر دامهاله یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

دې وویل، د خپلې ځمکې شرعي قباله لري او هم کندهار کې درې واړو محاکمو ځمکه د دې په نوم کړې، خو بیا هم نه ده توانېدلې چې ځمکه له ستاره اعتمادي زورواکې څخه خلاصه کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"ماپه درې محکمو کې ځمکه کټلې ده، ولایتي ادارې هم رسمي مکتوب راکړی دی او وایي چې ته دا یوسه د ولسوالۍ امنیه قوماندان ته یې ور وړه کله چې مي مکتوب د ولسوالۍ قوماندان ته زما دغه مکتوب ور وړی دی، هغه هم مکتوب سوځولی دی او وايي چې موږ مکتوب نه پېژنو، نو زماله مرکزي حکومت څخه غوښتنه داده چې ماله دغه سرګردانیو څخه خلاص."

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امینه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي هم یاده ستونزه مني، خو وايي چې نادیې ته به هغه وخت خپل ځمکه وسپارل شي کله چې د دغې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ښه شي.

نموړی وايي، ستاره اعتمادي مجریم کس دی او وايي، امنیتي ځواکونه يې د نیولو په لټه کي دي.

تر دا مهاله د ستاره اعتمادي په نوم کس په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG