د لاسرسي لېنکونه

کوم کس چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار په توګه نومولی، هغه وایي چې له ترکیې سره باید اړیکي ښه کړو.

متقاعد ډګرجنرال مایکل فلین چې پرون د ملي امنیت د سلاکار په نوم معرفي شو، د «هیل» ورځپاڼې ته ویلي چې فتح الله ګولین چې په پنسیلوانیا کې اوسي یو افراطي ملا دی.

فلین د امریکا د انتخاباتو په ورځ هم لیکلي و چې واشنګتن د ترکیې اسامه بن لادن ته پناه ورکړې او موږ باید ګولین ته پناه ورنه کړو.

فلین زیاته کړه چې موږ باید خپله بهرنۍ تګلاره سمه کړو او ترکیې ته د ترکانو له نظره وګورو.

فتح الله ګولین هغه څوک دی چې انقره یې تورنوي چې په جولای کې یې په ترکیه کې کودتا وکړه او د ترکیې چارواکو له واشنګتن څخه بیا بیا د ګولین د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG