د لاسرسي لېنکونه

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ ازبکستان ته لاړ او دغلته يې د دې هېواد د پخواني مشر اسلام کریموف په قبر د هغه روح ته درناوی وړاندې کړ.

اسلام کریموف چې د روان میلادي کال په لومړیو کې ومړ د ۲۵ کلونو لپاره د منځني اسیا ددې هېواد ولسمشر و.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ازبکستان له سرپرست ولسمشر شوکت میرزایف او نورو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان د پنجشنبې په ورځ په پاکستان کې و، ترکي مشر په اسلام اباد کې له پاکستاني مقاماتو سره د خبرو پر مهال لوېدیځ تورن کړ چې دده په خبره کې په اسلامي نړۍ کې ګډوډۍ ته لمن وهي.

اردوغان دغه راز پر مسلمانانو غږ وکړ چې فرقيي توپیرونه ترشاه کړي او د سخت دریځۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG