د لاسرسي لېنکونه

د پیسو د نړیوال صندوق هغه پلاوی چې له اوکراین يې کتنه کړې، وايي د دغه هېواد اقتصاد د رغېدو په لور روان دی.

خو «ای. ایم. ایف» وايي، د اوکراین د اقتصاد بیا پر پښو دریدنه د اصلاحاتو په پرمختګ پورې تړلې ده.

د پیسو د نړیوال صندوق د پلاوي مشر رون وان رودین چې د نومبر له دریمې نه تر ۱۷ نیټې پورې په اوکران کې و، تمه ښودلې چې د اوکراین اقتصاد به په روان میلادي کال کې له یو نه تر یو نیم فیصده وده وکړي او په ۲۰۱۷ کال کې به اندازه دوه او دوه نیمو فیصده ته لوړه شي.

د پیسو نړیوال صندوق د اوکراین له حکومت غوښتي چې په دې هېواد کې د اداري فساد پر ضد جدي مبارزه وکړي.

د ای ایم ایف په وینا اداري فساد دا مهال په اوکراین کې د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی.

XS
SM
MD
LG