د لاسرسي لېنکونه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير ويلي هېواد یې د تروریستانو پر ضد په مبارزه کې د نړیوالو جدي او دوامدراه مرستې ته اړتیا لري.

سفیرمحمود صیقل پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د جنرال اسمبلې په یوه غونډه کې چې د افغانستان د حالاتو په اړه ځانګړې شوې وه وویل چې تروریزم او افراطیت ټول ګواښوي او باید ورسره مبارزه وشي:

"په اوس وخت کې افراطیت او رادیکالیزم زمونږ ګډ نړیوال مسایل او اهداف ګواښوي، له افغانستان سره د نړیوال تروریزم پر ضد په مبارزه کې د ټولو ګډه او دوامداره مرستو ته اړتیا ده، موږ هیله من یو چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د دغه ملاتړ په چوکاټ کې د افغانستان د ستونزو په حل کې خپل رول ادا کړي."

ښاغلي صیقل همداراز د افغان سولې په باب د روانو هڅو یادونه هم وکړه.

هغه وویل د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې لاسليک شوې موافقه ښايي هغو وسله والو طالبانو ته يو ماډل وي چې غواړي له تاوتريخوالي لاس واخلي او د سولې له پروسې سره ملګري شي.

XS
SM
MD
LG