د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

سيګار: کابل کې پر دوو پروژو ٨۵ میليونه ډالره ضايع شوي


د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا سرمفتش خبر ورکړى چې په کابل کې د يوه لوى هوټل او رهايشي ودانۍ د جوړونې پر مهال- میليونونه ډالره ضايع شوي دي.

د دغې څارونکې ډلې د مشر په حواله، د هوټل او ودانۍ پر بيارغونه د جدي مديريت او څار نشتوالى د دغو پيسو د ضايع کېدو سبب شوى دى.

جان سوپکو پور ورکوونکي شرکت ته په لېږلي ليک کې ليکلي چې په وروستيو کې يې په کابل کې د امريکا سفارت ته څېرمه دغه دوې ودانۍ کتلي دي.

د ده په وينا د دغو پروژو په تطبيق کې ناغېړي شوې ده.

د سيګار مشر جان سوپکو وايي، په کابل کې د امريکا سفارت ته نږدې له دغو دوو ودانيو زموږ لومړنۍ ارزونه ښيي چې د پور ورکوونکې ادارې اوپک «OPIC» له خوا مديريت او نظارت سم نه و.

اوپک د امريکا په حکومت پورې تړلې د پانګونې يوه خپلواکه اداره ده.

جان سوپکو د دوشنبې په ورځ د دغه شرکت مشر ته په لېږلي ليک کې ليکلي، دغه پور، د پور ورکوونکو د هغه راپور پر اساس چې د پروژو د کار د پرمختګ په اړه و، ورکړل شوى دى.

اوپک ادارې د دغو پروژو لپاره په مليونونه ډالره برابر کړي دي.

ده ليکلي چې اوپک ادارې په منظم ډول د پروژو څار- نه کاوه د پروژو پر وضعيت يې پر هغو معلوماتو اکتفا‌ کوله چې پور اخيستونکو ورسره شريکول.

د امريکا ځانګړي سرمفتش په خپل ليک کې ويلي، په نتيجه کې پنځه اتيا میليونه ډالره پور ورک شو او دغه ودانۍ نيمګړي پاتې شوې چې اوس د استوګنې وړ نه دي.

جان سوپکو ليکلي، په دې ترتيب په کابل کې د امريکا سفارت مجبور شوى چې د امريکايي ماليه ورکوونکو په اضافي مصرف سره د دې سيمې امن ټينګ کړي.

ښاغلى سوپکو وايي، د ماريوت په نامه د يوه هوټل د جوړونې پروژه د ٢٠٠٦میلادي کال په ډسمبر مياشت کې د اوپک ادارې له خوا اردني تبعه فتح طاهر او د هغه امريکايي متحد شرکت «General Systems International» ته ورکړل شوه.

د امريکا سرمفتش ليکلي چې په پام کې وه دغه پنځه ستوريز هوتل ٢٠٩ اطاقونه ولري.

جان سوپکو زياته کړې چې فتح طاهر او امريکايي شرکت اپوس اپارتمنټس «Apus Apartments» د دغه هوټل تر څنګ د «Kabul Grand Residents» په نامه د استوګنې د يوې ودانۍ د جوړونې پېشنهاد په ٢٠١٠میلادي کال اوپک ادارې ته سپارلى و.

د ٢٠١٣میلادي کال په مې مياشت کې داسې راپور خپور شو چې په کابل کې د امنيتي اندېښنو له کبله د دغه هوټل د جوړونې کارونه درول شوي دي.

خو له هغې مياشت وروسته، د دې پروژې اجراکوونکو په يوه راپور کې اوپک ادارې ته د پروژې د کار د پرمختګ خبره وکړه چې د موبل او نورو وسايلو د رانيولو قراردادونه يې برابر شوي دي.

اوپک ادارې د پروژې د کار پر پرمختګ د برابر شوي راپور پر اساس، د پور د وروستي قسط ورکړه، د ٢٠١٣میلادي کال په جون مياشت کې تصويب کړه.

خو د اخري قسط له ورکولو وروسته د پروژې اجراکوونکو يا پور اخيستونکو اوپک ادارې ته خبر ورکړ چې د پروژې کارونه يې درولي دي.

جان سوپکو دغه جزئيات د اوپک ادارې د معلوماتو پر اساس ورکړي دي.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا سرمفتش جان سوپکو ويلي، د پروژې اجراکوونکو د ٢٠١٣میلادي کال په اپرېل مياشت کې اوپک ادارې ته راپور ورکړى و چې په کابل کې به د پنځه ستوريز هوټل د جوړونې کارونه د ٢٠١٣میلادي کال په ډسمبر کې بشپړوي او د استوګنې يا رهايشي ودانۍ به د ٢٠١٣میلادي کال په اګست مياشت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د څار اداره يا سيګار وايي، د دغه هوټل د جوړونې کارونه د ٢٠٠٩میلادي کال په لومړيو کې پيل شوي وو او پوراخيستونکو له ٢٠١٠میلادي څخه تر ٢٠١٣میلادي کاله پورې د پروژې د کارونو د پرمختګ په اړه پور ورکوونکې ادارې اوپک ته راپو ورکاوه.

XS
SM
MD
LG