د لاسرسي لېنکونه

په لوګر کې د افغان پوځیانو او وسله والو مخالفینو به نښته کې اوو وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د لوګر ولایت مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې ویلي چې دا جګړه پرون شپه د بره کي برک ولسوالۍ په شنه کلا سیمه کې شوې او ۱۰ نور مخالفین پکې ټپیان هم دي.

بیان همداراز د هغې هلیکوپټرې د انتقال خبره هه کوي چې دوه ورځې مخکې په همدې سیمه کې بیړنۍ ناستې ته اړ شوې وه.

وسله والو طالبانو د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او خپلواکو سرچینو هم په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG