د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي، د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې یې د اوکراین د کړکیچ او د سوریې پر حلب د بمباریو په شمول په بېلابېلو موضوعاتو بحث کړی دی.

د اسیا پاسفیک د اقتصادي کنفرانس په څنګ کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره یو په یو له لیدنې وروسته لاوروف دا رد کړه چې روسیې او یا د سوریې الوتکو دې په دې اونۍ کې پر حلب بمبارۍ کړي وي.

لاوروف وویل، د روسیې او سوریې هوايي ځواکونو یوازې په ادلب او حمص کې فعالیت درلود څو دې ولایتونو ته د اسلامي دولت د وسله والو د ورتلو مخه ونیسي، ځکه د لاوروف په وینا د اسلامي دولت وسله والو پر ضد په موصل کې له عملیاتو وروسته داسې وېره ده چې دې وسله والو د سوریې خواته مخه کړي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، په حلب کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو باندې د دې اونیو په اوږدو کې د هوايي بمباریو په ترڅ کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG