د افغانستان د حکومت له خوا د پښتو موسیقۍ د غزل باچا "استاد خیال محمد" ته اعلان کړی شوی د غازي میر بچه خان عالي دولتي ایوارډ د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې استاد خیال محمد ته وسپارل شو.
د پنجشنبې په ورځ د پېښور په افغان قونسلګرۍ کې استاد خیال محمد ته د ایوارډ ورکونې لپاره یوه غونډه جوړه شوه چې ګڼ شمېر سیاستوالو، لیکوالو او هنرمندانو پکې ګډون کړی و او په پېښور کې افغان قونسل ډاکټر عبدالله وحید پویان پکې استاد خیال محمد ته د غازي میر بچه خان دولتي ایوارډ ورکړ.
افغان حکومت څه موده مخکې د پښتو موسیقۍ د غزل باچا خیال محمد ته د هغه د هنري خدمتونو د ستاینې لپاره د دغه دولتي ایوارډ ورکولو پرېکړه کړې وه.
وروسته بیا په خیبر پښتونخوا کې افغان قونسل وحید پویان د روانې میاشت په لومړۍ نېټه د پېښور په نشتر هال کې د خیال محمد د هنري خدمتونو په ویاړ د هغه پر سر د تاجپوشۍ لپاره جوړه شوې غونډې ته ویلي وو چې ډېر ژر به استاد خیال محمد ته دغه مډال وسپاري.
ښاغلي پویان دغې غونډې ته چې د پاکستان او افغانستان د خبریالانو د امن ټولنې له خوا جوړه شوې وه او ډېری سندرغاړو، شاعرانو، خبریالانو، سیاسي مشرانو پکې ګډون کړی و، د افغان ولسمشر رالېږلی پېغام هم اورولی و چې استاد خیال محمد ته یې د هغه د ښو او غوره هنري خدمتونو په ویاړ د مډال ورکولو اعلان پکې کړی و.
د دغه پېغام په یوه برخه کې راغلي و:
"د نوموړي د ښو، غوره او قدر وړ خدمتونو د تقدیر لپاره د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۹ فقرې له حکم سره سم د پښتو موسیقۍ د غزل د باچا استاد خیال محمد ته د غازي میر بچه خان عالي دولتي مډال ورکول منظور کړي دي."
استاد خیال محمد د افغان حکومت له خوا د مډال تر ترلاسه کولو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې د افغان حکومت،په ځانګړې توګه د افغان ولسمشر اشرف غني مننه وکړه او ویې ویل:
"هغه الفاظ ما سره نشته، زه د افغانستان د «ولسمشر» اشرف غني صیب ډېره مننه کوم ډېره مننه، زه دومره نه یم، لکه څومره عزت چې ماته میلاو شو، زه ستاسو د ټولو ډېره مننه کوم."
د یادونې وړ ده چې استاد خيال محمد له افغانستانه بهر لومړی پښتون هنرمند دی چې د افغان حکومت له خوا ورته د غازي مير بچه خان عالي دولتي مډال ورکړل شو.
راپور: ذبیح مومند