د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د کانګریس استازو یو داسې سند تصویب کړی چې پر بنسټ یې پر ایران د الوتکو خرڅلاو منع شوی دی.

د دې سند هدف پر ایران، د بویینګ او ایربس په څیر د لویو شرکتونو له خوا د الوتکو خرڅول بند شوي چې د بارک اوباما ادارې یې تایید کړی و.

د امریکا د استازو مجلس چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت لري د پنجشنبې په ورځ یې په ۲۴۳ موافقو او ۱۷۵ مخالفو رایو دا سند تصویب کړ.

دا د امریکا د ګانګرس تازه هڅه ده چې غواړي د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوي اټمي موافقه بېرته په شا کوي.

د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ د شوې اټمې موافقې له مخې ایران خپل اټمي پروګرام پر دې هېواد د نړیوالو بندیزونو د لېرې کېدو په مقابل کې محدود وي.

د ایران له خوا د الوتکو او د الوتکو د پروز د اخیستلو په اړه په دې موافقه کې په صراحت یادونه شوې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا موافقه د خپلې ولسمشرۍ د دورې یوه مهمه بریا ګڼي خو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره پر دې موافقې به له سره کتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG