د لاسرسي لېنکونه

عراقي چارواکي وايي، بغداد ته نږدې یوې انتحاري حملې چې د واده په یوه مراسمو کې وشوه لږ تر لږه ۱۶ کسان وژلي دي.

دا حمله د بغداد په لویدیځ کې د انبار په ولایت کې د یوه موټر په واسطه د انتحاري حمله کوونکي له خوا شوې ده.

چارواکي وايي څه باندې دېرش تنه په دې موټربم حمله کې ټپیان شوي هم دي.

دا په عراق کې روانه اوونۍ دریمه انتحاري حمله ده.

د اوسنۍ حمله مسؤلیت که څه هم چا نه دی منلی خو د وروستیو ډېرو خونړیو حملو مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت وسله والو باندې اړول کېږي.

XS
SM
MD
LG