د لاسرسي لېنکونه

جرمني څه باندې دولس نیم زره افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته استوي.

دا خبره د جرمني حکومت کړې او په جرمني کې یې د افغانستان سفارت هم تاییدوي.

په جرمني کې افغان سفیر حمید صدیق ازادي راډیو ته وویل دا پناه غوښتونکي هغه کسان دي چې غوښتنلیکونه یې تر بشپړې څېړنې وروسته رد شوي دي او د یوه تفاهم له مخې بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

دوه لکه او اووه څلوېښت زره افغان پناه غوښتونکو ځانونه جرمني ته رسولي چې د جرمني حکومت د وروستۍ پرېکړې په اساس به اوس وخت له دې ډلې پنځه فیصده خپل هېواد ته استول کېږي.

XS
SM
MD
LG