د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

امریکا او جرمني له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل نړیواله ټولنه په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره په خپلو ژمنو ولاړه ده.

بارک اوباما دا خبرې پرون ماښام د جرمني له صدراعظمې انګېلا میرکل سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

بارک اوباما چې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر په توګه بېلابېلو هېوادونو ته په وروستي سفر وتلی په جرمني کې یې په خپلې پرونۍ غونډه کې افغانستان هم یاد کړ.

هغه د جرمني په پایتخت برلین کې له صدراعظمې انګېلامیرکل سره په غونډه کې وویل چې امریکا له جرمني او ناټو سره په ګډه د افغانستان د سولې او ثبات د راتلو لپاره هڅې کوي.

اوباما: افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خپلې هڅې جاري ساتو.
اوباما: افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خپلې هڅې جاري ساتو.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له جرمني او د ناټو له نورو متحدو غړیو سره لا هم په خپله ژمنه ولاړ یو چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره خپلې روانې هڅې جاري وساتو."

ښاغلي اوباما د بېلابېلو تروریستي ډلو په وړاندې د نړیوالې ټولنې د یووالي خبره هم وکړه او ویې ویل چې ټولو په یوه خوله د دغو تروریستي ډلو له منځه وړلو ته ملا تړلې ده.

بارک اوباما په داسې حال کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه تازه کړه چې افغان ولسمشر ویلي هیڅ تروریستي ډله به د افغانستان او نړیوالو متحدینو په خاصه توګه امریکا د ارادې په ماتولو کامیابه نه شي.

ښاغلي غني پرون په ارګ ماڼۍ کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون محصلینو ته په وینا کې دا څرګندونه وکړه.

غني: موږ یو منسجم، یو متعهد او با اراده ملت یو.
غني: موږ یو منسجم، یو متعهد او با اراده ملت یو.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ یو منسجم، یو متعهد او با اراده ملت یو، هیڅ تروریستي ډله نه شي کولای چې د یوه ملت په ملي اراده او زموږ د نړیوالو ملګرو په خاصه توګه امریکا متحده ایالتونو په ارادې کامیابه شي."

اخوا جرمني هم په افغانستان کې د ثبات د راوستلو لپاره د خپلو هڅو له دوامه ډاډ ورکړ.

د جرمني صدراعظمې انګېلا میرکل له ولسمشر اوباما سره په برلین کې د پرون ماښام کنفرانس ته وویل هېواد یې له افغانستان سره ولاړ دی او په دغه هېواد کې د سیاسي ثبات د راوستلو په لټه کې دی.

مرکل: موږ به افغانستان کې خپل دغه ګډ کار ته دوام ورکړو.
مرکل: موږ به افغانستان کې خپل دغه ګډ کار ته دوام ورکړو.

نوموړې زیاته کړه:

"موږ په افغانستان کې یو ځای ډېر سره کار کړی دی، موږ به خپل دغه ګډ کار ته دوام ورکړو، زه ډېره خوشحاله یم چې هلته د پوځي همکاریو تر څنګ د سیاسي حل لارو په برخه کې هم کار کړی دی، موږ هلته په سیاسي حل لارو ټینګار کوو."

هغې وویل جرمني،اروپايي ټولنې او نړیوالې ټولنې ته به په ځینو سیمو کې چې هلته ډېر کار شوی بې عدالتي په هېڅ صورت د منلو نه وي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما په خپل وروستي نړیوال سفر کې تر اوسه پورې یونان او جرمني ته تللی او تمه ده د جمعې په ورځ د لاتینې امریکا یوه هېواد پېرو ته ولاړ شي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG