د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

جرمني شاوخوا ۱۲نيم زره پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته لېږي


په جرمني کې ۱۲ نيم زرو افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي دي او دغه رد شوي پناه غوښتونکي به ډېر ژر افغانستان ته واستول شي.

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، پردې سربېره چې په افغانستان کې امنيتي وضعيت خراب دی، دغه افغانان به بېرته خپل هېواد ته ځي.

د جرمني رسنيو د جرمني د حکومت يوه بیان ته اشاره کړې ده چې په‎کې د کورنیو چارو وزارت د اټکل په اړه ويل شوي چې له شاوخوا دوه نيمو لکو افغانانو څخه چې جرمني ته د سېپټمبر مياشتې په پای کې رسيدلي، پنځه فيصده به يې بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

حکومتي بيان د افغانانو په زوره ايستل توجهه کوي او وايي چې د افغانستان په لويو ښارو کې امنیت شته او په ټول هېواد کې د امنيت خرابي نه‎شي تائېدېدلای.

د بيان له مخې د جرمني د پناه غوښتنې او کډوالۍ اداره به د نورو افغان کډوالو کېسونه په انفرادي توګه څېړي.

ويل کېږي یو شمېر پناه غوښتونکي په خپله خوښه بېرته غواړي افغانستان ته ولاړشي خو نورکسان به په زوره وايستل شي.

افغانستان ته د کډوالو بېرته په زوره لېږل په جرمني کې یوه لانجمنه موضوع ګڼل کېږي.

ځيني وايي چې د افغانستان ټول ښارونه ناامنه نه‎دي خو نوربیا دليل وايي چې طالبانو په ټول افغانستان کې حملې زیاتې کړي دي او په ټول هېواد کې امنيتي وضعيت ستونزمن دی.

د اکتوبر مياشتې په لومړيو کې افغانستان او اروپايي اتحاديې يوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې به یې د رد شويو پناه غوښتونکو بېرته افغانستان ته تګ اسانه شي.

د جرمني رسنۍ راپور ورکوي چې سږکال تراوسه يوازې ۲۷ افغانان په زوره له جرمني ايستل شوي دي او په ۲۰۱۵میلادي کال کې نهه کسان په زوره ايستل شوي وو.

په ۲۰۱۶میلادي کال کې د افغان پناه غوښتونکو منل شوي درخواستونه ۵۲.۴ فيصده کم شول.

XS
SM
MD
LG