د لاسرسي لېنکونه

د روسیې د مخابراتو ادارې په دې هېواد کې د انټرنیټي خدماتو ټولو ادارو ته امرکړی چې د لینکډ اېن په نوم د ټولنېزې شبکې پاڼه بنده کړي.

دې ادارې نن اعلان وکړ چې دا پریکړه د یوې محکمې د حکم پر بنسټ شوې ده. د دې محکمې په حکم کې ویل شوي چې لینکډ اېن له هغه قانونه سرغړونه کړې ده چې پر ویب‎پاڼو د روسي وګړو د شخصي معلوماتو محرمیت تضمینوي.

د نوومبر په لسمه نېټه د مسکو یوې محکمې د دې حکم په وړاندې د لینکډ این د استیناف اپیل رد کړ.

د کشفي اطلاعاتو قانون چې د شخصي اطلاعاتو قانون یې یوه برخه ده ولسمشر ولادیمیر پوتین په تېره جولای میاشت کې لاسلیک کړ.

XS
SM
MD
LG