د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هيلري کلېنټن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له خپلو ملاتړو غوښتي دي چې د امریکا په مسائلو کې دخیل پاتې شي.

مېرمن کلېنټن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ماتې له منلو وروسته پرون په واشنګټن کې د ماشومانو د دفاع د صندوق په نوم د ټولنې غونډې ته په وینا کې وویل، د ټولو امریکایانو دنده ده چې خپل کارته دوام ورکړي څو دا هېواد لاښه او نورځواکمن شي.

که څه هم د امریکا ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خلکو د رایو شمېرنه نه‎ده بشپړه شوې خواوس په قطعي ډول روښانه شوې چې مېرمن کلېنټن د خپل سیال په پرتله له یو میلیون زیاتې رایې ګټلې دي، خو د امریکا د انتخاباتو سیسټم داسې دی چې رایې په غېرمستقیم ډول شمېرل کېږي نو ځکه ټرمپ د ۲۹۰ انتخاباتي کالجونو د رایو د ګټلو په نتیجه کې ګټونکی شو.

XS
SM
MD
LG