د لاسرسي لېنکونه

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، د داعش وسله‎والو د عراق د پولیسو څه باندې ۳۰۰ پخواني افسران وژلي او موصل ښار ته نېږدې په یوه ډله ییز قبرکې یې ښخ کړي دي.

هیومن رایټس واچ په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه وايي چې دا ډله ییز قبر د شنبې په ورځ د موصل په ۳۰ کیلومترۍ کې حمام العلیل کلي ته نېږدې موندل شوی دی.

خبرپاڼه د HRW د منځني ختیځ د څانګې د مرستیال مشر جو ستروک Joe Stork له قوله لیکي چې وايي دا په موصل کې د داعش ډلې د جنایاتو یوه بله ویروونکې نښه ده.

هیومن رایټس واچ همدا رازد حمام العلیل د سیمه ییزو چارواکو په حواله خبر ورکوي چې د داعش وسله‎والو د نوومبر په اومه نېټه د موصل پر لور د شاتګ پرمهال نېږدې ۲ زره ولسي خلک له ځان سره بیولي دي.

د عراق پوځ، کُرد پیشمرګه جنګیالیو او متحدو ځواکونو یې په موصل ښار کې چې د داعش وروستی سنګر بلل کېږي د دې ډلې پرضد عملیات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG