افغان محصلین وايي چې د محصلینو نړیواله ورځ داسې وخت لمانځي چې دوی د کمزوري اقتصادي ځواک، بېثباتۍ، د امکاناتو کموالي، د عصري پرمختللو میتودونو له نشتوالي او ګڼو نورو ستونزو ځورېږي.
د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونونو محصلین چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د محصلینو د ورځې لمانځغونډې ته راټول شوي وو وايي، حکومتي چارواکو تل د دوی د وضعیت او درسي میتودونو د ښه کېدو ژمنه کړې خو دا ژمنې یوازې ژمنې پاتې شوي.
د دوی له ډلې عبیدالرحمن باور ازادي راډيو ته وویل چې د محصلینو نړیواله ورځ سمبولیکه لمانځل کېږي او لاسته راوړنې نهلري.
دی وايي:
"محصلین باید یوازې د نوومبر ۱۷نېټې ته منتظر وي چې موږ ستونزې بیان او د چارواکو نوې ژمنې واورو، خو هغه بیا لکه د تېر په څېر په غږیز یا لیکلي شکل پاتې شي د وخت په تېرېدو له ذهنونو ووځي خو ژمنې پوره نهشي."
زرلښته بله محصله وايي، پوهنتونونو کې بېلابېلو تعصبونو ته لمن وهل کېږي، امنیتي ستونزې یې په ستونزو ور اضافه شوي خو د حکومت کړنې او خدمتونه هماغه پخواني دي.
نوموړې وايي:
"موږ ته د درس ویلو سمه زمینه نهده برابره په پوهنتونونو کې د تبعیض خبرې کېږي او د امنیت ستونزې له پخوا ډېرې شوې دي."
افغان محصلین داسې وخت د خپلو ستونزو یادونه او د حل په خاطر یې د حکومت کوټلي اقدامات غواړي چې د نوومبر ۱۷مه د محصلینو د نړیوالې ورځې په توګه د نورو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم د څو کلونو راهیسې لمانځل کېږي.
په افغانستان کې ۳۶ دولتي، ۱۲۸ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زدهکړو مؤسسې فعالیت کوي چې د لوړو زدهکړو وزارت د معلوماتو له مخې شاوخوا درې لکه محصلین پهکې په زدهکړو بوخت دي.
د لوړو زدهکړو وزارت د محصلینو چارو رئیس سید نجمالدین جلال که څه هم د محصلینو تر منځ د شته ستونزو په اړه له څه ویلو ډډه کوي خو وايي چې حکومت د تېر کال راهیسې د محصلینو د ستونزو د هواري په برخه کې لازمې هڅې کړي.
دی وايي:
"د استادانو د ظرفیت لوړول، د خصوصي لوړو زدهکړو مؤسسو د ستونزو حل، تحصیلي بنسټونو ته د نویو تجهیزاتو برابرول، د استادانو د معاشونو لوړول، د پوهنتونونو خپلواکۍ او علمي کچې لوړولو ته پاملرنه هغه موارد دي چې د پوهنتونونو په کیفي پیاوړتیا کې یې ډېر زیات رول لرلی او دا هڅې روانې دي."
د محصلینو د ټولنې مشر محمد ظاهر فیضي وايي چې افغان محصلین د زدهکړو په دوره کې له ډېرو ستونزو ور هاخوا له فارغېدو سره د بېکارۍ له ناوړه پدیدې هم ځورېږي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ