د لاسرسي لېنکونه

د روسیې د انرژۍ وزیر وایي، مسکو چمتو دی چې د تیلو د تولید د کمولو برخه کې د تیلو د تولیدونکو او صادرونکو هېوادونو د سازمان اوپک د وړاندیز ملاتړ وکړي خو په همدې حال کې د قزاقستان د انرژۍ وزیر ویلي چې له اوپک سره په دې اړه خبرې روانې دي.

د روسیې د انرژۍ وزیرالکساندر نوواک پرون وویل، دی هیله من دی چې د روانې میلادي نوومبر میاشتې په دیرشمه د اوپک په غونډه کې به د تیلو ستر تولیدونکي د تیلو د تولید د کمېدو وړاندیز تائید کړي.

نوواک په مسکو کې خبریالانو ته وویل، په دې اړه توافق به د تیلو د بازار او د روسیې په ګډون د هغو هېوادونو لپاره یوه مثبته نښه وي چې د اوپک غړي نه دي، ځکه په دې توګه دوی کولای شي د تیلو د بیو په اړه په ګډه پریکړې وکړي.

په همدې حال کې د قزاقستان د انرژۍ وزیر کانات بوزمباییف تاس خبري آژانس ته ویلي دي چې له اوپک سره تراوسه خبرې روانې دي خو د ده په باور هېواد یې چې د منځنۍ اسیا د تیلو ستر تولیدونکی هېواد دی، سږ کال د تیلو تولید په کافي اندازه کم کړی دی.

XS
SM
MD
LG