د لاسرسي لېنکونه

د پروان په مرکز کې د برېښنا یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د راپورونو له مخې ۲۴۰۰ کورنۍ به د دې پروژې له لارې برېښنا ترلاسه کړي.

د کابل د شمال حوزې د برېښنا شرکت رئیس غلام حیدر صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې پر دې پروژې ۵۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.

ښاغلی صدیقي وايي:

"د دې پروژې لګښت د افغانستان برېښنا شرکت ورکړی او عملي کار یې د پروان برېښنا شرکت، د برق د ساختماني چارو په همکارۍ ترسره کړ."

دا پروژه د چارېکار یوولسمې ناحیې او دیارلسمې ته چې پخوا یې برېښنا نه‌لرله، برق ورکوي.

XS
SM
MD
LG