د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

نیویارک ټایمز: د افغان وزیرانو سلب اعتماد سیاسي بحران زیاتوي


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د ولسي جرګې له لوري د وزیرانو د سلب اعتماد کېدو په اړه لیکنه خپره کړې او ویلي یې دي چې دا کار په افغانستان کې سیاسي بحران زیاتوي.

نیویارک ټایمز لیکي:

په څو ورځو کې د کابینې څو وزیرانو ته د نه اعتماد رایې د افغانستان کمزوری ائتلاف له نور اختلاف سره مخامخ کړ.

د افغانستان د کابینې دوه چوکۍ له وړاندې څخه خالي وې او د ولسي جرګې له‎خوا له یو شمېر نورو وزیرانو څخه د باور رایې اخېستل د افغانستان حکومت له ناوړه حالت سره مخامخوي او طالبان په جګړه کې لا زړوروي.

ورځپاڼه وايي، د افغانستان د ولسي جرګې خپل قانوني مؤقف شکمن دی ځکه چې دوره یې بشپړه شوې او د نویو انتخاباتو لپاره یې نېټه لا نه‎ده ټاکل شوې.

دې جرګې د وزیرانو د نه استیضاح کولو په اړه د ولسمشر غوښتنه نه‎ده منلې.

ورځپاڼه وايي، هسې هم د ولسمشر غني په حکومت کې داخلي اختلاف زیات و او اوس به له ولسي جرګې سره اختلاف د دغه حکومت ستنې لا کمزورې کړي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په وروستۍ ګڼه کې همدې موضوع ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، په وروستیو اوونیو کې د اشرف‎غني د حکومت څو چارواکو رسماً د ده پر حکومت انتقاد وکړ.

د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د دا ډول اختلافاتو د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې او د پارلماني انتخاباتو نه ترسره کېدو پر حکومت د خلکو باور کم کړی دی.

دا اختلاف په داسې وخت کې راپورته شوی چې په امریکا کې نوی ولسمشر غوره شوی.

د امریکا حکومت د افغانستان تر ټولو لوی مالي او پوځي ملاتړ کوونکی دی او اوس څرګنده نه‎ده چې ایا نوی ولسمشر به افغانستان ته پام واړوي او که څو زره پاتې سرتېري به هم وباسي او مرستې به بندې کړي. افغانان په دې خاطر هم دې اندېښمن دي.

له بلې خوا د واشنګټن پوسټ له لیکنې سره سم ولسمشر غني د ولسي جرګې په وړاندې دوه ډوله چلند خپل کړی دی.

له یوې خوا یې وغوښتل چې په ولسي جرګه کې څو وزیران حاضر نه‎شي، له بلې خوا یې د دې جرګې غړي ارګ ته وبلل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د استیضاح لړۍ ودروي.

ورځپاڼې د ولسي جرګې د یوې غړې فوزیې کوفي له قوله لیکلي چې دوی نه غواړي اور ته پوکی ووهي، بلکې هدف یې دا دی چې ملي ګټې خوندي شي.

دا وايي چې ولسمشر سخت عکس العمل وښود او ان بې له دې چې خدای پاماني وکړي، له غونډې پاڅېد.

نړیوال مبصران وايي، په افغانستان کې سیاسي بې باوري زیاته شوې او اوس به د کابینې د خالي شویو چوکیو د ډکولو لپاره د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلاف یو بل بحران رامنځته کړي.

د دوی په باورله دې ټولو ستونزو سره-سره به د اشرف غني حکومت روغ ووځي خو کېدای شي پر فعالیت یې ناوړه اغېز وکړي.

XS
SM
MD
LG