د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

پاکستان ګولېن پلوه استادانو ته د وتلو امر کړی


پاکستان له اسلام‌اباد څخه د ترکیې د ولسمشر د کتنې په ترڅ کې د پاک-ترک نړیوالو ښوونځیو او کالجونو په سلګونو ترک ښوونکو او اداري کارکوونکو ته له دې هېواده د وتلو امر کړی دی.

دغه ښوونځي او کالجونه چې ویل کېږي په پاکستان کې یې شاوخوا لس زره زده‌کوونکو او محصلینو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې، د هغه جلا وطنه ترک مذهبي مشر د مرستندویه مؤسسې له‌خوا مخته وړل کېږي چې انقرې په ترکیه کې په وروستۍ ناکامه پوځي کودتا کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

د ترکیې ولسمشر نن پاکستان ته ځي.
د ترکیې ولسمشر نن پاکستان ته ځي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په دوه ورځني رسمي سفر اسلام‌اباد ته رسېږي او پاکستاني چارواکو هم د دغو ښوونځیو او کالجونو ترک ښوونکو او اداري پرسونل او د هغوی کورنیو ته له هېواده د وتلو لپاره د یکشنبې ورځ وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

پاکستان په ترکیه کې د وروستۍ ناکامې پوځي کودتا له مشکوک طراح سره د اړیکو په تور ۱۳۰ ښوونکو ته امر کړی چې له دې هېواده ووځي.

دغه اقدام اسلام‌اباد ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له سفر سره په یوه وخت کېږي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د پاک-ترک نړیوالو ښوونځیو او کالجونو چې په امریکا کې مېشت د ترک مذهبي مشر فتح‌الله ګولېن د هیزمت ټولنې له‌خوا مخ ته وړل کېږي، ښوونکي، اداري کارکوونکي او د هغوی کورنۍ باید د روانې میلادي میاشتې تر شلمې نېټي پورې له پاکستانه ووځي.

دغه مسئله د دې ښوونځیو اداري مسؤلینو او پاکستاني چارواکو تائید کړې ده.

د دغې پرېکړې له مخې به تر څلورنیم سوو پورې کسان له پاکستانه ووځي چې په دې کار سره به په پاکستان کې چې د دولتي احصائیو له مخې ۲۴ میلیونه زده‌کوونکي ښوونځیو ته له تلو بې‌برخې دي، هغه په زرګونو زده‌کونکي او محصلین له زده‌کړو بې‌برخې شي چې دغو ښوونځيو ورته د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

دغه اعلان داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه دوه ورځني رسمي سفر نن اسلام‌اباد ته ورسيږي.

ټاکل شوې چې اردوغان به د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره پر لیدنو کتنو سربېره د پارلمان دواړو جرګو ته وینا وکړي او د دې هيواد له کلتوري مرکز لاهور څخه کتنه وکړي.

ترکیې ښاغلی ګولېن د تېرې جولای میاشتې د ناکامې کودتا اصلي طراح بللی چې یو شمير پوځیانو هڅه کوله ولسمشر اردوغان له قدرته ليرې کړي.

د ترکیې عدلیې وزیر دغه مذهبي مشر د القاعده له وژل شوي مشر اسامه بن لادن سره پرتله کړی دی.

ګولېن دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

ګولېن دا راپورونه رد کړي دي.
ګولېن دا راپورونه رد کړي دي.

انقرې له واشنګټن څخه غوښتنه کړې چې ګولېن وروسپاري او په دغې کودتا کې د هغه د لاس لرلو په اړه‌یې اسناد او شواهد امریکایي چارواکو ته سپارلي دي.

په داسې حال کې چې امریکایي چارواکي دغه اسناد څېړي، انقرې ویلې چې ډېر صبر نه‌شي کولای.

د فرانسپرس د راپور له مخې پاک-ترک نړیوالو ښوونځیو او کالجونو په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي چې اداره‌یې د دغې ناڅاپي پرېکړې په اړه ژوره اندېښنه لري.

په بیان کې ویل شوي چې د ښوونکو، د ښوونځیو د اداري کارکوونکو او د هغوی د کورنیو لپاره د ویزې د تمدید غوښتنې رد شوي دي.

په اسلام‌اباد کې د پاک-ترک یوه چارواکي فرانسپرس ته وویل چې دغه پرېکړه به د ټول پاکستان اته ویشتو ښوونځیو او کالجونو شاوخوا لس زره زده‌کوونکي اغېزمن کړي.

په اسلام‌اباد کې یوه لوړرتبه پاکستاني چارواکي دغه‌راز تائید کړې چې ترک کارکوونکو ته امر شوی چې د نومبر تر شلمې له دې هېواده ووځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، له اردوغان سره په سفر کې د وزیرانو او یو شمېر سوداګرو په ګډون یو لوړپوړی دولتي پلاوی ملګرتیا کوي.

XS
SM
MD
LG