د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د اندونيزيا پوليس وايي، د پلټنو پر مهال‌يې د جاکارتا والي اسلام ته د سپکاوي په تور مشکوک پېژندلی دی.

پوليسو نن ويلي چې د بسوکي تياهایا پورناما باید محاکمه شي او ده ته‌يې له هېواده د نه‌وتلو امر کړی دي.

دا پېښه وروسته له هغه شوې ده چې د نړۍ په تر ټولو زيات مسلمان اکثريت لرونکي دغه هېواد کې مذهبي او نژادي ستونزې زياتې شوي دي.

د جاکارتا والي بسوکي پورناما نن په جاکارتا کې يوې خبري غونډې ته په دې اړه داسي وويل:

"زما لپاره دا قضيه يوازي د پورناما پر ضد قضیه نه‌ده بلکې د دې هېواد د لور ټاکونکې ده چې پر کومه خوا روان دی، ځکه موږ باور لرو چې ټول يو برابر دي او محاکمه کېدای شي، زه له پولیسو مننه کوم چې دغه قضيه څېړي، زه به پرېکړه ومنم او قانوني پروسه به تعقیب کړم، زه فکر کوم دا د ډموکراسۍ ښه بېلګه ده."

پورناما چينايي نژاده عيسوي دی او د جاکارتا لومړی غير مسلمان والي دی.

په سپتمبر مياشت کې ده په خپله وينا کې وويل، هغوی چې د ده د ملاتړ کمولو لپاره د قران ايات کاروي، رأيې ورکوونکي تېر باسي.

اسلامي ډلو وويل چې ده پر قران انتقاد کړی او پولیسو ته‌یې د ده رسمي شکايت وکړ.

XS
SM
MD
LG