د لاسرسي لېنکونه

اروپايي کمېسیون نن يو وړانديز کوي چې له مخې به‌یې د اروپايي اتحاديې شېنګن سيمې ته ننوتونکی هر کس د ځان په اړه معلومات شريکوي، ان که د هېواد وګړي يې پرته له ویزو د سفر اجازه هم ولري.

دا پروسه همداراز په امریکا کې هم کارېږي چې دغه هېواد ته له هر کسه فيس غواړي او یوه فورمه غواړي چې په‌کې د ځان په اړه ټول معلومات ليکل کېږي.

د اروپايي کمېسيون يوې سرچينې د ازادي راډيو مرکزي څانګې ته ويلي چې فيس به پنځه یورو وي او د خلکو معلومات به په سيسټم کې پراته وي.

کمېسيون اټکل کوي چې تر ۹۷ فيصده پورې کسان به پرته له کومو ستونزو تر دغه سیسټم تېرېږي.

د هغو هېوادونو وګړي چې پرته له ویزو سفر کولای شي، بايد اروپايي اتحاديې ته له ننوتلو مخکې غوښتنليک ورکړي.

په دغو هېوادونو کې د لوېديځ بالکان او مالدووا شامل دي او وروسته به اوکراین او ګورجستان هم شامل شي چې له ویزو پرته د سفر اجازه تر لاسه کړي.

له شېنګن سیمې دباندي هېوادونه لکه بلغاريا، ايرلنډ، رومانيا او بریتانيا له دې نوي سيسټمه مستثنی دي.

XS
SM
MD
LG