د لاسرسي لېنکونه

په بغلان ولایت کې یوه کم عمره ناوې تر یوه کال شکنجې او ځورونې وروسته د مېړه له کوره وژغورل شوه.

د دغې ناوې غمجنه څېره، د لاسونو، پښو او ټول بدن ټپونه د دې ښکارندويي کوي چې هغه ډېره ځورول شوې او د مېړه کور له غذاب او تاوتریخوالي پرته بل څه نه‎دي ورکړي.

دا نجلۍ چې د ټپونو له کبله‌یې پښې او لاسونه پړسېدلي و، وویل چې تل دا ډول ځورول کېده خو د پت او آبرو خوندي کولو په هدف‌یې چاته څه نه‎دي ویلي.

د هغه پلار د نوم ساتلو لپاره چې دا یې په ۱۳ کلنۍ کې په زوره واده کړې او د هغه مېړه د نوم ساتلو لپاره چې دا یې دغه حال ته رسولې وه.

دا چې دغه کوچنۍ ناوې څنکه د بخت کور ته ولاړه داسې کیسه کوي:

"زه ۱۳ کلنه وم. د پلار مې دواړې پښې شلې دي. پیسو ته‌یې اړتیا درلوده زه‌یې مېړه ته ورکړم. زه چې ۱۴ کلنه شوم واده مې وکړ. د واده وروسته تر اوسه ما دغسې وهي ټکوي. هم زما مېړه او هم مې لېور وهي."

دغه نجلۍ مور نه‎لري او پلار یې چې معیوب دی په یوه بل ولایت کې ژوند کوي.

دې خبریالانو ته وویل، د دې لپاره چې ښه جهېز یې د مېړه کور ته نه‎دی وروړی، دومره ځورول شوې چې له ژونده بې‌زاره شوې ده.

نوموړې وايي:

"زه‌یې په تشناب کې بندي کولم دروازه‌یې تړله او زما خوله‌یې هم تړله او په کېبل‌یې وهلم. ما ته‌یې ویل چې که دې چاته وویل زه خبرېږم او حال به دې تر دې بدتر کړم. زه بېرېدلم. زما یوه لېوره په مرمۍ وویشتلم. مېړه زما ملا په سیخ داغ کړه. ویښتان‌یې راوشکول او زما لاسونه‌یې په زنځیر تړلي وو. ما ته‌یې ویل ستا پلار سم جهېز نه‎دی درکړی. زه غواړم له ده طلاق واخلم زه نور له هغه سره ژوند نه‎کوم."

د دغې نجلۍ مېړه چې دی په‎ خپله هم د شپاړلسو کلونو دی، وایي د نافرمانۍ له کبله‌یې هغه وهله.

نوموړی وايي:

"ما ورته ویل چې لمونځ وکړه، ځان سم وساته، خو هغې زما خبرو ته غوږ نه‌نیوه او له همدې کبله مې څو ځلې وهلې ده چې واقعاً پښېمانه یم."

د بغلان ولایت د ښځو چارو مشره خدیجه یقین چې د دغې نجلۍ زخمونه‌یې ولیدل وایي، له هغې سره ډېر زیات ظلم او زورزیاتی شوی دی، نو حتماً به د هغې لپاره عدالت غوښتل کېږي.

اغلې یقین وايي:

"په ټول بدن کې یې د وهلو ټکولو اثار لیدل کېږي ان پر پښې یې مرمۍ هم لګېدلې ده، د سر ویښتان‌یې شکول شوي دي. په ټول بدن کې یې هېڅ ځای جوړ نه‎دی. موږ ټول ارګانونه به په ګډه د دې نجلۍ لپاره د عدالت غوښتنې کار پر مخ وړو."

د بغلان امنیه قوماندان جنرال نورحبیب ګلبهاري وایي، پولیسو دا نجلۍ د خلکو د خبرتیا پر اساس ژغورلې او مېړه‌یې هم نیولی دی.

د بغلان امنیه قوماندان جنرال نورحبیب ګلبهاري

د بغلان امنیه قوماندان جنرال نورحبیب ګلبهاري

ښاغلی ګلبهاري وايي:

"موږ وتوانېدو مقابل لوری یې ومومو او په‎ خپله مو د ښځو چارو وزارت ته معرفي کړه، څو ارزونه وشي او وکولای شو د دې د برخلیک په اړه پرېکړه وشي."

دا په بغلان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي لومړنۍ بیلګه نه‎ده.

په تېرو ۱۰ کلونو کې دا دوهم ځل دی چې یوه ښځه په دې ډول ځورول کېږي چې هغه له مېړه څخه د بېلېدو غوښتنه کوي.

څو کاله وړاندې د سحرګل په نوم یوه بله کوچنۍ ناوې هم په همدې ولایت کې د مېړه د کورنۍ له ځورونو څخه وژغورل شوه.

XS
SM
MD
LG