د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

سامع: بلخ ولایت کې د ښځو د طلاق زیاتوالي اندېښنې زېږولي


په بلخ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منعې څارنوالۍ او په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسؤلین په یاد ولایت کې د ښځو د طلاق پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي.

په مزارشریف کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منعې څارنوالۍ مسئوله فوزیه حمیدي وايي چې د نوي واده شویو نجونو او ښځو د طلاق امار نسبت تېر کال عین وخت ته په کتو دوه برابره زیات شوي دي.

اغلې حمیدې په بلخ کې د طلاق د امارو زیاتوالي په اړه وویل:

"تېر کال زموږ سره د طلاق پېښو ثبت ۳۵ ته ورسېد، خو د روان کال په ترڅ کې تر دې دمه ۶۵ ښځو موږ ته مراجعه کې له خپلو خاوندانو څخه‌یې د طلاق غوښتنه کړې ده."

هاخوا بیا په شمال زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسؤلین هم په مزارشریف کې له نارینه‌و څخه د ښځو د طلاق د شمېر له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او د دې بنسټ مسؤل سید محمد سامع وايي چې ټولنه کې حاکم فقر، د کار زمینې نه‌شتون او د ناوړه دودونو حاکمیت سبب شوی دی چې د ښځو او نارینه‌و تر منځ د طلاق او تفریق شمېر زیات شي.

سامع: طلاق زموږ په ټولنه کې مخ په زیاتېدو دی.
سامع: طلاق زموږ په ټولنه کې مخ په زیاتېدو دی.

​په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع‌یې په اړه وايي:

"طلاق د یوې منفي پدیدې په توګه چې د کورنیو شېرازه له‌منځه وړي، زموږ په ټولنه کې مخ په زیاتېدو دی، نا امني، فقر، د اسلامي احکامو او شرعي قوانینو څخه ناخبري سبب شوې چې دا کچه ورځ تر بلې زیاته شي."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسؤلین همدارنګه په مزارشریف کې د ښځو په وړاندې د تشدد له ۱۵ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې د تشدد او تاوتریخوالي په دې پېښو کې د ښځو وهل ټکول، اجباري ودونه، طلاق او تفریق شامل دي.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منعې څارنوالۍ مسؤلین وايي چې د بشري حقونو او د ښځو چارو ریاست دې هڅه وکړي تر څو د ښځو په وړاندې د طلاق د امارو د کمېدو په خاطر دې د عامه پوهاوي برنامه تطبیق کړي.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منعې څارنوالۍ د مشرې فوزیې حمیدي په خبره چې په ټولنه کې د بد اقتصادي وضعیت حاکمیت او د فقر زیاتوالی سبب شوی چې له نارینه‌و څخه د ښځو د بېلوالي یا طلاق و تفریق پېښې هم زیاتې شي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG