د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان په شمال کې امنیتي چارواکي وايي چې په کندز کې د وسله‌‎والو مخالفینو پر وړاندې د ژمي موسم عملیات پیل شول.

په شمال‌ ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ ‌زون قوماندان شیر عزیز کامه‌‎وال خبریالانو ته وویل چې په دې ولایت کې په کافي اندازه امنیتي ځواکونه موجود دي او بشپړه همغږي لري.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې دا مهال د کندز ښار اړوندو شاوخوا سیمو کې وسله‎وال مخالفین فعال دي چې د کندز ښار اوسېدونکې یې اندېښمن کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال وسله‎والو طالبانو د کندز ښار په بشپړه توګه او سږ کال‌یې ځینې سیمې تر کنټرول لاندې راوستي.

XS
SM
MD
LG