د لاسرسي لېنکونه

د لوګر سیمه‌ییز چارواکي وايي چې تېره شپه د افغان ځواکونو یوې هلیکوپټرې په بره‎کي برک ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغې پېښه کې چا ته زیان نه‎دی رسېدلی.

خو د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې دغه هلیکوپټره د دوی له لوري رانسکوره شوې او سپرلۍ ته‌یې هم زیان رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG