د لاسرسي لېنکونه

په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره یو ځل بیا د تېر کال په څېر د وچکالۍ وېره لا هم د خلکو په زړونو کې شته.

د تاریخ په اوږدو کې داسې نه‌وه شوې چې د افغانستان پلازمېنه دې بې‌واروې او بې‌اوبو شوې وي، خو د نړۍ د تودوخې درجې په لوړېدو سره د دغه ښار هوا هم بې‌اغېزه نه‌ده پاتې شوې.

دا یوه وینا ده چې له کلونو کلونو راهیسي د خلکو پر ژبه ده چې کابل ښار یو وخت د هوا د ښکلا له کبله د لویو پاچاهانو د پام وړ وو او د یوې تفرېحګاه په توګه‌یې دغلته دربارونه جوړول، خو اوس د دې ښار هغه بهاند سیند په فصلونو فصلونو د باران څاڅکو ته انتظار باسي څو زلالي اوبه په‌کې بیا وبهېږي او یا هم د کروندو شونډې لندې شي.

کابل سیند اوس د باران څاڅکو ته انتظار باسي.

کابل سیند اوس د باران څاڅکو ته انتظار باسي.

دا ستونزه یوازې په پلازمېنه کابل پورې محدوده نه‌ده، د افغانستان ډېرې کرنیزې ځمکې د دغه هېواد په ولایتونو او لیرې پرتو سیمو کې دي چې د خلکو ورځنی ژوند تأمینوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې مسؤلین وایي، په تېره یوه لسیزه کې تقریباً هر کال ټول هېواد یا د سېلابونو او یا د وچکالۍ له کبله ځپل شوی دی.

دغه په وچه کې راګېر غرنی هېواد په ۲۰۱۲ کال کې د اقلیم د بدلون له اړخه تر ټولو ډېر اغېز منونکی هېواد بلل شوی دی.

د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو پر اساس د دغه هېواد اقتصاد تقریباً اتیا فیصده پر کرنې ولاړ دی، خو اوس د اقلیم د بدلون له کبله رامنځته شوی بحران د دې سبب شوی چې په افغانستان کې یوازې لس فیصده ځمکه د کرنې وړ ده.

کرنې وزارت: افغانستان کې یوازې لس فیصده ځمکه د کرنې وړ ده.

کرنې وزارت: افغانستان کې یوازې لس فیصده ځمکه د کرنې وړ ده.

د هلمند ولایت یوه بزګر ازادي راډیو ته وویل:

"ډېر خلک د وچکالۍ له کبله کوچېدلي دي، په زمینداور کې ۱۶۰ کارېزه دي چې ټول وچ دي، خلکو باوړۍ «ژورې څاګانې» کېندلي خو د اوبو سطحه ډېره ښکته ده او نه‌شي کولای اوبه راوباسي، دا ستونزه د دې سبب شوې چې خلک له یوې سیمي څخه بلې ته ولاړ شي او دومره بې‌وزلي شوي چې د خپلو ماشومانو د ډوډۍ وس نه‌لري."

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسؤلینو د فرانسې له خبري اژانس سره دا خبره هم کړې چې ستونزه یوازې د لوږې نه‌ده بلکې وچکالي ځپلي کسان چې ځمکې یې شاړي او دوی بې‌کاره کېږي نو د ډوډۍ موندلو لپاره د وسله‌والو مخالفینو له لیکو سره یوځای کېږي.

د دغې ادارې مرستیال کاظم همایون وایي په دغې وچه کې راګیر هېواد کې د ترورېزم تر څنګ د اقلیم بدلون د دې هېواد لپاره یوه لویه ننګونه ده.

تر دوو پرله‌پسې کلونو وروسته چې د وچکالۍ ریکارډ یې مات کړ، داسې ښکاري چې ۲۰۱۶ کال تر ټولو ګرم کال وي چې مخکي یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

د اقلیم بدلون د نړۍ په سطح اندېښنې راپورته کړي چې په وار وار یې د مخنیوي لپاره بحثونه شوي دي.

ټاکل شوې روانه اوونۍ هم په مراکش کې د ملګرو ملتونو کنفرانس پر همدې موضوع تمرکز وکړي.

XS
SM
MD
LG