د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، ایراني چارواکو ژمنه کړې چې ایران ته به د افغاني صادراتو د مالیاتو په برخه کې ۵۸ فیصده تخفیف راوړي.

د دغې خونې د رسنیو برخې مسؤل صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډيوته وویل چې د ایران سفیر او سوداګرو له افغاني چارواکو او د سوداګرۍ او صنایعو خونې د استازو سره تېره ورځ په لیدنه کې دا ژمنه هم وکړه چې ایراني سوداګر به د هغو اموالو بیه ۷۵ فیصده کمه کړي چې له ایران څخه افغانستان ته واردېږي.

ښاغلی پسرلی وایي چې اوس‌مهال د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ کچه له یو اعشاریه پنځو څخه شاوخوا دوه میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG