د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

ارګ د کابل ښار نننۍ انتحاري حمله وغندله


ارګ د کابل ښار نننۍ انتحاري حمله وغندله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:10 0:00

د افغانستان جمهوري ریاست د کابل ښار نننۍ انتحاري حمله وغندله. د ارګ اعلامیه کې د ولسمشرغني په نقل ویل شوي چې د افغانانو دښمنان د وحشت د خپرولو په هدف داسې حملې ترسره کوي. د افغانستان کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کابل په نننۍ انتحاري حمله کې څلورتنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې دا حمله د امنیتي ځواکونو په موټر شوې ده. تراوسه کومې وسله‎والو ډلې د دې حملې مسؤلیت نه دی منلی. له دې وړاندې د نوومبر په ۱۲ مه د بګرام په هوايي اډه کې انتحاري حملې څلور امریکایان ووژل او د یوه پولنډي سرتېري په ګډون یې ۱۶ ټپيان کړل.

XS
SM
MD
LG