د لاسرسي لېنکونه

جاپان او روسیه وايي، توکیو ته د ولسمشر ولادیمیر پوتین له سفر مخکې دوی د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکارۍ د زیاتېدو لپاره هڅې تېزې کړي دي.

پرون د جاپان د بهرنیو چارو وزیر فومیو کیشیدا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ایګور شو والوف سره په یوه خبري غونډه کې وویل، د ګمرکي همکاریو او په بشري او طبي برخو کې د تبادلې لپاره‌یې د لسو سندونو د چمتو کولو لپاره هڅې تېزې کړي دي او غواړي چې جاپان ته د پوتین د سفر پر مهال دا سندونه لاسلیک ته چمتو واوسي.

ټاکل شوې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د جاپان له صدراعظم شینزو ابي سره په توکیو کې وګوري.

XS
SM
MD
LG