د لاسرسي لېنکونه

کرملېن وايي، ولسمشر پوتین د دې هېواد د اقتصادي پراختیا وزیر الکسي اولیوکاییف (Aleksei Ulyukayev) چې د رشوت اخیستلو په تور یې نیول کېدو د روسیې مشرانو ته ټکان ورکړی له دندې لیرې کړ.

روسي رسنیو د کرملېن د ویاند ډیمیټري پیسکوف له خولې ویلي چې پوتین پر نوموړي باور له لاسه ورکړی.

د کرملېن تر دې اعلان څو ساعته مخکې اولیو کاییف د نفتو په هغه قرارداد کې چې د اکټوبر په میاشت کې شوی و د دوه میلیونو ډالرو رشوت په تور ونیول شو.

اولیو کاییف دا تورونه رد کړي دي.

د مسکو یوې محکمې پرون حکم ورکړ چې نوموړی دې د جنورۍ تر نیمايي پورې په خپل کور کې نظر بند وي.

اولیو کاییف له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د روسیې د اقتصادي پراختیا وزیر و.

XS
SM
MD
LG