د لاسرسي لېنکونه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسي جرګې له‎خوا د وزیرانو د استيضاح او حکومت سره د تقابل د موضوع په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، داسې ښکاري چې ولسي جرګه او حکومت دواړه پر تړلي واټ ورننوتي دي.

سرخط په خپلې سر مقاله کې په دې اړه لیکلي، ولسي جرګې يوه بده تيږه دا کېښوده چې د وزیرانو په غياب کې بې له دې چې څرګندونې او دلايل يې واوري، لګيا ده د استيضاح شويو وکيلانو په غياب کې صندوقونه ږدي او د څرګندونو او دلايلو له اورېدو او ارزولو پرته، ځيني بې واکه اعلان کړي او ځينې بریالي راوباسي.

په سر مقاله کې وړاندې راغلي چې حکومت بیا د سياسي تدبير پر ځای د غبرګون پر بريد درېدلی، ځکه خو يې د ولسي جرګې غيابي استيضاح سترې محکمې ته لېږلې ده.

په سرمقاله کې راغلي ستره محکمه د قانون د تفسير مرجع نه ده، د اساسي قانون د موادو، مندرجاتو د ابهام رڼاوی د اساسي قانون د څار د خپلواک کمېسيون دنده او مسؤليت دی، خو څنګه چې په دې اړه د اساسي قانون په کومه ماده کې ابهام نه شي ليدل کېدای او د ولسمشر پرېکړه غواړي، ځکه خو يې هغه سترې محکمې ته راجع کړې ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا همدې موضوع ته په پام په خپلې سرمقاله کې لیکلي دي، ستونزه باید ژوره نه‎شي.

هېواد وړاندې په خپله سر مقاله کې په دې اړه لیکلي، هېواد هسې هم له ستونزو سره مخ دی، ګڼ هېوادونه په سیاسي، پوځي او یو شمېر نورو برخو کې لاسوهنې کوي، په هېواد د تپل شوي اور جګړې ته لا نور تېل هم ورشیندل کېږي او تاریخي دښمنان په ښکاره توګه د ترهګرو او مخالفینو ملاتړ کوي نو په داسې حالاتو کې به غوره دا وي چې د حکومت اجرائیه، قضایه او مقننه قوې په ګډه دغه ستونزه حل کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د یادې موضوع په اړه د مشرانو جرګې د تېرې ورځې په غونډه کې د یادې جرګې د لومړي مرستیال حسیب الله کلیمزي په حواله سترې محکمې ته د حکومت له‎خوا د وزیرانو د استېضاح د موضوع راجع کول د یاد ارګان کار نه‎دی بللی.

په مطلب کې د ولسي جرګې د مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر په حواله هم راغلي چې دا د محکمې کار نه‎دی او که حکومت په دې ډول کړنو سره غواړي ځان وغولوي هغه بېله خبره ده.

XS
SM
MD
LG