د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

شفافیت سازمان: اروپا نه تر منځنۍ اسیا له هرو ۳ یو تن فساد ځوروي


د شفافیت نړیوال سازمان راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو د اروپا څخه نیولې تر منځنۍ اسیا پورې پر سیمه کې په پرتو هېوادونو متمرکز دی.

راپور کې ویل شوي چې دې سیمه کې تر نیمايي زیات خلک په دې باور دي چې حکومتونه‌یې په عامه سکټور کې د فساد پر ضد مبارزه کې کمزوري دي.

دا کلنی راپور د هغو ۶۰ زرو مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی چې په ۴۲ هېوادونو کې له خلکو سره شوي دي.

په دې هېوادونو کې په لوېدیځ کې له بریتانیا او پرتګال رانیولې په ختیځ کې تر روسیې او قزاقستان پورې سیمه شامله ده.

د دې سروې پر بنسټ مالدووا په دې سیمه کې هغه هېواد دی چې خلک‌یې تر ټولو زیات د اداري فساد په اړه اندېښمن دي.

دغلته په سلو کې ۶۷ کسانو اداري فساد د خپلې ټولنې یوه لویه او جدي ستونزه بللې ده.

د دې سروې پر بنسټ مالدووا په دې سیمه کې هغه هېواد دی چې خلک‌یې تر ټولو زیات د اداري فساد په اړه اندېښمن دي.
د دې سروې پر بنسټ مالدووا په دې سیمه کې هغه هېواد دی چې خلک‌یې تر ټولو زیات د اداري فساد په اړه اندېښمن دي.

کوسوو، اوکراین او بوسنیا- هرزېګوېنیا کې تر دې یو څه کمو خو لا هم تر نیمايي زیاتو خلکو اداري فساد د خپلو هېوادونو یو له هغو ستونزو ګڼلی چې پر خلکو یې تر ټولو ډېر فشار راوستی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان په دې راپور کې همدارنګه ویل شوي چې له اروپا نیولې تر مرکزي اسیا پورې په پرتو هېوادونو کې له درې تنو یو فکر کوي چې حکومتي چارواکي او د پارلمانونو غړي ډېر یې او یا ټول‌یې په فساد کې ښکېل دي.

اوکراین، البانیا، بوسنیا، قرغزستان، رومانیا او مالدوا کې تر نیمايي زیاتو خلکو ویلي چې د دوی پارلماني استازي په زیاته اندازه فساد کې ښکېل دي.

مالدووا کې د هغو کسانو شمېر چې خپل چارواکي په فساد کې ښکېل ګڼي په سلو کې ۷۶ تنه ښودل شوی دی.

په عین حال کې له اروپا څخه تر مرکزي اسیا پورې د پرتو ډېرو هېوادونو خلکو ویلي چې د دوی حکومتونه د فساد په وړاندې مبارزه کې "ډېر کمزوري" او یا "تر یوه حده" کمزوري دي.

اوکراین، مالدووا او بوسنیا کې بیا اکثریت خلکو له فساده د سیاست په پاکولو کې د خپلو حکومتونو پر هڅو انتقاد کړی.

اوکراین کې په سلو کې ۸۶، مالدووا کې په سلو کې ۸۴ او بوسنیا کې په سلو کې ۸۳ کسانو د فساد پر ضد د خپلو حکومتونو پر هڅو انتقادونه کړي دي.

راپور کې همدارنګه موندل شوي چې رشوت اخیستل د دې سیمې په ګڼو هېوادونو کې لا هم د یوې عادي چارې په توګه پاتې دی.

په اوکراین کې په سلو ۸۶ کسانو د فساد پر ضد د خپلو حکومتونو پر هڅو انتقادونه کړي
په اوکراین کې په سلو ۸۶ کسانو د فساد پر ضد د خپلو حکومتونو پر هڅو انتقادونه کړي

په متوسطه توګه له هرو شپږو کورنیو څخه یو یې ویلي چې له چارواکو څخه‌یې د خدماتو د ترلاسه کولو لپاره بډې ورکړي دي.

د شفافیت نړیوال سازمان وايي، تر ټولو ډېر رشوت په تاجکستان کې ورکړل شوی دی چېرې چې نیمايي کورنیو ویلي چې بډې ترې اخیستل شوي دي.

تاجکستان پسې مالدووا د رشوت له پلوه دوهم ځای لري دغلته په سلو کې ۴۲، په اذربایجان، قرغزستان او اوکراین کې په سلو کې ۳۸ او په روسیه کې په سلو کې ۳۴ کسانو ویلي چې رشوت‌یې ورکړی دی.

د اروپايي ټولنې هېوادونو کې بیا د رشوت ورکولو کچه ټیټه ښودل شوې خو له دې سره هم په رومانیا کې په سلو کې ۲۹ کسانو ویلي چې د رسمي کارونو د ترسره کولو لپاره ترې رشوت غوښتل شوی.

بریتانیا کې بډې اخیستل بیا تر ټولو کم او په سلو کې صفر ښودل شوی دی.

XS
SM
MD
LG